د امریکا د سولې انسټيټیوټ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لېک او د دوامداره خبرو اترو د امکاناتو په موخه د یوه بحث کوربتوب وکړ. په دغه بحث کې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لويې سفیرې مېرمن رویا رحماني، ګډون او وینا وکړه.
د ناستې په بله برخه کې، د بحث ګډونوالو او د پخواني ادارې چارواکو ترمنځ د یاد هوکړه لېک او بهیر په اړه بحث او خبرې وشوې.