د سولې درسونه

د سولې درسونه، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سولې تیرو خبرو اترو ته کتنه ده. لکه څنګه چې په دوحه کې د سولې خبرې دوام لري ، موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټېنګښت لپاره د شرایط او لیدلورو په اړه  د سولې د تاریخي بهیرونو ارزونه کوو.

لومړی برخه: کولمبیا

د روان ۲۰۲۰م کال، د نوامبر پر ۱۵مه نېټه، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د امریکا د سولې انسټيټیوټ په همکارۍ “د افغانستان لپاره د کولمبیا د سولې بهیر درسونو” تر سرلېک لاندې انلاین بحث جوړ کړ.

په دغه بحث کې د کولمبیا د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي ښاغل برنارد ارونسن، د کولمبیا د سولې د خبراترو ستر مرکچې ښاغلي همبرتو دی لاکالیه، د سولې لپاره د کولمبیا لوی کمیشنر ښاغلي سرجیو جرمیلیو، د کولمبیا وسله وال انقلابي ځواکونو (فارک) پخوانی غړې او اوسنې سناتوره مېرمن ساندرا رامیرز، د کولمبیا لپاره د ناروې پخوانې ځانګړي استازي ښاغلي ډاګ نایلند او د کولمبیا د ملي پوهنتون استاد ښاغلي الیخو وارګاز والیسکویز ګډون درلودل.

د پروګرام په پیل کې په متحده ایالاتو کې د افغانستان لویې سفیرې، مېرمن رویا رحماني د افغانستان د سولې د بهیر او د افغان سفارت له خوا د سولې د خبرواترو اړوند د لړۍ د پیلیدو په اړه چې د کوربه هېواد د یو شمېر تحقیاتي مرکزونو په همکارۍ او “د افغانستان لپاره د کولمبیا د سولې بهیر درسونو” د انلاین په لومړي بحث سره پیل شوه، رڼا واچوله. د افغان سفېرې تر وینا وروسته، دغه انلاين بحث د امریکا د سولې د انسټيټیوټ د دو تنو مسؤلینو په کوربتوب پیل شو. ددغه پروګرام د ګډونوالو د خبرو د مهمو ټکو لنډیز په لاندې ډول دي.

#د_سولې_لپاره_د_سیاسي_اجماع_د_رامنځته_کولو_په_اړه
ښاغلي همبرتو دی لاکالیه: د یوې غیری نړیوالې وسله والې منازعې د موجودیت منل، لومړی ګام دی. د کولمبیا حکومت او د د کولمبیا وسله وال انقلابي ځواکونه (فارک) ډله، دواړو په دې برخه کې یوه خوله وو چې د مذاکراتو لپاره یې د دواړو لورو منل تائیدول. ددې برسیره، د سولې غوښتنه په یوه ټاکنیزه مسلې باندې اوښتې وه او د ولسمشر له پروګرامونو څخه وه.
مېرمن ساندرا رامیرز: د هوکړه لېک لاسلیکول د اوږدمهاله پروسې پیل دی چې د پلي کولو لپاره یې د دواړو لورو سیاسي ارادې ته اړتیا لري. باید ومنل شي چې مخالفین نور دښمنان نه، بلکې سیاسي مخالفین دي.

#د_اوربند_په_اړه
ښاغلي سرجیو جرمیلیو: په کولمبیا کې پرېکړه وشوه چې کوم اوربند دې ونشي. دواړو لورو د هغو پيښو په اړه چې د جګړې په ډګر کې رامنځته کېدل، چپه خوله وو. کله چې مذاکرات مهم پړاو ته ورسیدل او دا جوته شوه چې د بریا چانس یې زیات دی، د وسله والو نښتو کچه راټېټه شوه. ویلای شو چې مذاکرات د پوځي تحرکاتو لارښونه کوله.

په هغو پټو خبرو اترو کې چې د راتلونکې سیاسي چوکاټ يې وټاکه، اوربند او د بې وسلې کولو پړاو طرحه شوې وه. دې خبرې د سولې بهیر لاپسې پیاوړی کړ چې اوربند او د بې وسلو کولو په کوم پړاو کې مطرح شي. خو دغه چاره په افغانستان کې شونې نه ده، ځکه په دغه هېواد کې د تاوتریخوالی کچه ډېره لوړه ده او کولای شي چې د سولې مذاکرات ناکامه کړي.

مېرمن ساندرا رامیرز:د سولې پر بهیر د باور او ددې بهیر د بریالیتوب لپاره د سیاسي ارادې تر لیدو وروسته، د فارک ډله د تاوتریخوالي د کچې پر ټېټوالي هوکړه وکړه. تر هغه وروسته چې دې پايلې ته ورسیدو چې ددې بهیر د سرته رسېدو لپاره سیاسي اراده شتون لري، یو اړخیزه اوربند مو اعلان کړ.

همبرتو دی لاکالیه: خبرواترو او جګړې دواړه یو وخت کې جریان درلود، خو شپږ میاشتنیو پټو مذاکراتو دا موکه برابره کړه چې تر نیوکې لاندې رانشو چې جګړه دوام لري او موږ په خبرواترو لګیا یوو. ددې سره سره، د دغه خبرواترو تر علني کېدو، تر نیوکو لاندې راغلو. د دواړو لورو ترمنځ باور او د سولې د بهیر پر پرمختګ ډاډ، په پایله کې د تاوتریخوالي د کچې د راټېټیدو او د اوربند په اعلانیدو کې مرسته وکړه.

 

#د_قربانیانو_اود_ټولنیزو_بې_عدالتیو_په_اړه
ښاغلي سرجیو جرمیلیو: د کولمبیا د سولې پروسې پیغام دا دی چې سوله شونې ده. قربانیان باید په رسمیت پیژندل شوي، مرتکبین باید مسؤلیت ومني او حقیقت باید څرګند شئ. قربانیان باید د خبرواترو په محور کې وي.

همبرتو دی لاکالیه: د لږکیو او بومي وګړو د حقونو د تامین په موخه باید میکانیزمونه په پام کې ونیول شئ. نه انډول له جدي موضوعاتو څخه و، له همدې امله قربانیان د مذاکراتو په محور کې ځای ونیو. ټولنیز عدالت د پرېکړه لېک له اساسي مواردو څخه و. د بیلګې په توګه د هغو سیمو پراختیا چې د منازعې له امله یې زیانونه لیدلي وو.

مېرمن ساندرا رامیرزا: د کلیوالي او ښاري سیمو نښول(اتصال)، بزګرانو ته د ځمکو بیرته ورکول، ټولیزه سیاسي مشارکت او د ژبنې تعصباتو له منځه وړلو هغه مهم ګامونه وو چې واخیستل شول او د سولې د بهير په بریالیتوب کې یې د پام وړ مرسته وکړه.

 

#د_مدني_ټولنې_په_اړه
الیخو وارګاز والیسکویز: دواړو لورو هوکړه وکړه چې ملګري ملتونه او د کولمبیا ملي پوهنتون دې د مدني ټولنې نظر راغونډ او هغوي ته وروسوي. موږ د یوه ناپیلۍ لوري په توګه او ددوي لید لوري ته په درناوي سره د ټولو نظرونه راغونډ او دواړو خواو ته مو رسول. په ورته وخت کې مو مدني ټولنې ته مذاکراتو د بهیر څخه خبر ورکاوه، تر څو خبر وي چې څه روان دي.

 

#د_ګاونډیو_هېوادونو_او_نړیوالې_ټولنې_د_رول_په_اړه
سرجیو جرمیلیو: کله چې د اورپکو له یوې ډلې سره په جګړه کې ښکیل یاست، له ګاونډیانو څخه مو د مرستې تمه وي، چې معمولا نه یې کوي یا هم د اورپکو څخه ملاتړ کوي، لکه څنګه چې د ونزویلا هېواد همداسې کول. له دې امله تاسو دې ته اړ یاست چې له ګاونډیانو سره معیوبه رابطه په یوې ګټورې رابطې بدله کړي. لکه څنګه چې ولسمشر ښاغلي سانتوس د ونزویلا له ولسمشر ښاغلي چاوز سره په کتنه کې نوموړي ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا کتنې او د سولې د بهیر څخه د ملاتړ وړاندیز ورکړ. دغه موضوع تر کولمبیا د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه ګاونډیان باید د سولې د پایلې سره جوړ راشي.

ښاغلي ډاک نایلندر: د نړیوالي ټولنې ګډون د کولمبیا د سولې بهیر ته مشروعیت ورکړ او په ورته وخت کې یې دواړو لورو سره مرسته وکړه چې پر دې بهیر باور وکړي.

ښاغلي برنارد ارونسن: د سولې په بهیر کې د نړیوالي ټولنې رول او حضور او همدا راز ددې بهیر د بریالیتوب لپاره ګډه غوښتنه ډېره مهمه ده. همدا راز د نړیوالي ټولنې حضور، د سولې بهیر تمویلوي او تر خبرو اترو وروسته د مالي مرستو زمینه هواروي چې دا چاره پخپله اورپکې د سولې بهیر بریالیتوب او د مالي مرستو څخه برخمن کېدو ته هڅوي. همداشان، د نړیوالې ټولنې حضور د سولې د بهیر څخه د څارنې او ددې بهیر د هوکړه لېک د عملي کېدو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

 

#د_منځګړې_په_اړه
ښاغلي ډاګ نایلندر: اصلي موضوع د پروسې د مالکیت احساس او د هغه پایله ده. په کولمبیا کې داوړو لورو منځګړې نه، بلکې تضمین کوونکې یې غوښتل. د تضمین کوونکې په توګه د ناروې او کیوبا ماموریتونه انعطاف منونکی و: ناپیلتوب او تلپاتې هوکړې ته د رسېدو لپاره د پروسې سره مرسته.
له هغو کارونو څخه موږ تر سره کړل، یو هم دا و چې ښکلیو لورو ته مو په نورو هېوادونو لکه ګواتیمالا، فلپین، السلوادور، شمالي ایرلند او سویلې افریقا کې بلنه ورکړه چې خپلې تجربې له دواړو خواو سره شریک کړي. د جګړې په ډګر کې د رامنځته شویو ستونزو په حل کې مو مرسته وکړه، د سولې بهیر ته مو مالي او تخنیکي مرستې برابرې کړې او د دواړو خواو د هوکړې د سندونو څخه مو تر وروستي پړاوه پوري ساتنه وکړه.

ښاغلي برنارد ارونسن: د منځګړې نشتون، د خبرواترو بهیر څوکه او ستومانه کوونکی کوي. په کولمبیا کې ښکلیو لورو انتقالي عدالت ته د رسیدګۍ په پار کومه طرحه وړاندې نکړه، تر هغه چې زموږ له خوا د حقوق پوهانو په ګډون د کاري کميټو د جوړیدو وړاندیز وشو. یادو کميټو داسې یوه طرحه جوړه کړه چې اساس وګرځول شو او په وروستي هوکړه لېک کې ځای پرځای شو.

 

#نور_موضوعات
سرجیو جرمیلیو: د افغانستان او کولمبیا ترمنځ تاریخي،کلتوري او اقتصادي توپیرونه شته دي، خو په مذاکراتو کې له ورته سټراټیژیکو خنډونو سره مخامخ کېږو چې له هغه څخه د اوښتلو څرنګوالي موږ ته ډېر څه را زده کولای شي. پر هغو مواردو چې باید سوچ وشي، د جګړې اقتصاد دی. د بیلګې په توګه، د نشه یي توکو اقتصاد کولای شي چې د تاوتریخوالي سرچينه وګرځي. سوله او په ولسواکۍ کې سوله د ځواک د لوبې یوه برخه ده چې د سولې بهیر لاپسې پیچلی کولای شي.

ښاغلي برنارد ارونسن: هغه څه چې د جګړې په ډګر کې پیښیږي د خبرواترو د میز څخه باید بیل شي. د کولمبیا د سولې بهیر د بریالیتوب یو دلیل دا و چې د فارک ډله په دې ښه پوهیدله چې روان وضعیت ته په کتو سره راتلونکې به نه یواځې ښه، بلکې ډېر بد هم کیدلای شي. د اورپکو په ډله کې ددغه باور نشتون، سولې ته د رسیدو لاره ستونزمنه کوي. په افغانستان کې معلومه نه ده چې طالبان سوله غواړي یا د امریکايي ځواکونو وتل.
د متحده ایالاتو چلند نه یواځې مرسته نه دې کړه، بلکې د افغان حکومت مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستې دی او په ورته وخت کې د طالبانو دغه باور یې پیاوړی کړی چې د ځواک له اصلي اړخ سره خبرې اترې وکړې چې د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

دوېمه برخه: لبنان

Nov 25, 2020 | Hosted in partnership with the Atlantic Council

The Lessons in Peace series continues with a conversation from experts about what the 1989 Lebanese Ta’if Agreement can teach us about the ongoing Afghan peace process. 

“We have been working to build up peace on multiple fronts for 20 years– from building up our democratic institutions to promoting economic development to increasing access to health and education.”

— Ambassador Roya Rahmani

Episode 3: El Salvador

Dec 9, 2020 | Hosted in partnership with the Center for Strategic and International Studies

The Lessons in Peace series next examines the El Salvadorian peace process, specifically looking at what their experience can teach Afghanistan.

“Post-peace plans need to be centered on a shared vision for development. A holistic approach is needed where peace is achieved by focusing on the state, the market, and peacebuilding all together.”

— Ambassador Roya Rahmani

ځلورمه برخه ډېر ژر: لایبریا

 د بروکینګز انسټيټيوټ په کوربتوب
Scroll to top