Absentee Tazkira

غیابي تذکره

 قونسلګرۍ ته له ورتګ څخه مخکې، مهربانې وکړئ د کتنې لپاره وخت واخلئ.

 د امریکا په متحدو ایالاتونو کې میشتو ګرانو هیوادوالو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي چې:

• د تابعیت تذکرې
• مثنی تذکرې
• د تذکرې تائیدي
• په تذکرې کې د تخلص لیکل
• په تذکرې کې د نوم اصلاح
• په تذکرې کې د زیږدنې ځای اصلاح
• په تذکرې کې د نوي انځور لګولو د خدماتو په اړه د احصایې او مالوماتو ملي اداري ویب سایت ته (https://www.econsulate.nsia.gov.af/home) مراجعه وکړئ او بیا د دغه ویب پاڼې د ثبت او احوال نفوس په برخه کې، ټاکل شوي فورمه ډکه او په آنلان ډول خپل غوښتنلیک ثبت کړئ.
د یادوني وړه ده چې د نفوسو د احوال ثبتولو د غیر حضوري خدمتونو د ادارې له اجرااتو وروسته به ستاسې تذکره یا پیژندپاڼه د یادې ادارې لخوا په انلاین بڼه د سفارت د قونسلۍ څانګې ته واستول شي. په وروستي پړاو کې به موږ تاسې ته د هویت او تابعیت د اثبات په موخه د مرکې وخت وټاکو، ترڅو تاسې په ټاکلي وخت زموږ د قونسلۍ څانګې ته تشریف راوړی او د هویت تر اثبات وروسته خپله تذکره په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له قونسلګرۍ څخه ترلاسه کړی.
دا چې یاده پروسه په لومړنیو پړاوونو کې قرار لري، ښايي وخت ونیسي. له دې امله، له خپلو درنو هیوادوالو څخه په درنښت غوښتنه کوو چې د پروسې په بهیر کې زغم ولري.

همدارنګه د پورتني خدمتونو د کره کارونې او ګام په ګام لارښوونو تر لاسه کولو لپاره په لاندې لارښودونکې ويډيو لینک باندې کلیک وکړئ.

د نفوسو د احوال ثبتولو د غیر حضوري خدمتونو په اړه خبرتیا

#خبرتیاد امریکا په متحدو ایالاتونو کې میشتو ګرانو هیوادوالو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي چې ددې خبرتیا تر خپریدو وروسته دې مهرباني وکړئ:• د تابعیت تذکرې• مثنی تذکرې• د تذکرې تائیدي• په تذکرې کې د تخلص لیکل• په تذکرې کې د نوم اصلاح• په تذکرې کې د زیږدنې ځای اصلاح• په تذکرې کې د نوي انځور لګولو د خدماتو په اړه د احصایې او مالوماتو ملي اداري ویب سایت ته (https://www.econsulate.nsia.gov.af/home) مراجعه وکړئ او بیا د دغه ویب پاڼې د ثبت او احوال نفوس په برخه کې، ټاکل شوي فورمه ډکه او په آنلان ډول خپل غوښتنلیک ثبت کړئ. د یادوني وړه ده چې د نفوسو د احوال ثبتولو د غیر حضوري خدمتونو د ادارې له اجرااتو وروسته به ستاسې تذکره یا پیژندپاڼه د یادې ادارې لخوا په انلاین بڼه د سفارت د قونسلۍ څانګې ته واستول شي. په وروستي پړاو کې به موږ تاسې ته د هویت او تابعیت د اثبات په موخه د مرکې وخت وټاکو، ترڅو تاسې په ټاکلي وخت زموږ د قونسلۍ څانګې ته تشریف راوړی او د هویت تر اثبات وروسته خپله تذکره په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له قونسلګرۍ څخه ترلاسه کړی.دا چې یاده پروسه په لومړنیو پړاوونو کې قرار لري، ښايي وخت ونیسي. له دې امله، له خپلو درنو هیوادوالو څخه په درنښت غوښتنه کوو چې د پروسې په بهیر کې زغم ولري.همدارنګه د پورتني خدمتونو د کره کارونې او ګام په ګام لارښوونو تر لاسه کولو لپاره په لاندې لارښودونکې ويډيو لینک باندې کلیک وکړئ.

Posted by Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Washington DC on Tuesday, February 9, 2021

پته - ادرس

2233 Wisconsin Ave, NW
Suite #216
Washington, DC 20007

ټیلیفون

Phone: (202)-483-6410 ext. 1003

د کتنې لپاره وخت نیول

قونسلي څانګې ته راتګ مخکې وخت ونیسئ د دوشنبې څخه تر جمعې پوري د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپیښین تر ۱:۳۰ بجې

Scroll to top