سوداګري او پانګونه
افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې ، په ډیرو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړی چې له هغه ډلې څخه د بازار اقتصاد ته تلل یې چیرې چې خصوصي سکټورد اقتصادي ودې ، د کار موندنې او عاید اصلي لامل دی، یوه مهمه موخه ده. د افغانستان په لومړیتوبونو کې د زیربناو جوړول، سیمه ایز ارتباط او ادغام ، د سوداګرۍ فضا وده ،د صادراتو زیاتول، د اداري فساد له منځه وړل، دندې رامینځته کول، د اقتصادي ودې لپاره د میرمنو پیاوړي کول، د افغانستان پراخه طبیعي زیرمو باندې پانګه اچونه او د منځني، سویل او ختیځ آسیا په زړه کې د افغانستان نقش بیا را ژوندي کول شامل دي.
د پراخو اصلاحاتو او د تمویلوونکو (ډونرانو) څخه په ملاتړ ، افغانستان لوی اقتصادي ثبات ساتلی ، د جوړښت مهم اصلاحات یې پلي کړي ، ملاتړ کوونکې پالیسۍ او ارزې زیرمه یې رامینځته کړيدي. همدا راز پورنه او تورم(پاړسوب) یې کم کړی ، متوازن بودیجه یې ساتلې او د زریزې پراختیا موخې په ګډون د پرمختیایی اهدافو ترلاسه کولو په لور یې پرمختګ کړی.
د ۲۰۱۶م کال، د جولای پر ۱۹مه نېټه، افغانستان د نړیوال سوداګري په سازمان کې په غړیتوب سره ستر ګام پورته کړی او له نړیوالو سره یې د سوداګري او ازاد بازار د اساساتو پر بنسټ ټېنګار وکړ. په چټکه توګه د څلويښت میلیونه نفوس ته په رسیدو او ګڼ شمېر لویو بازارانو ته په نږدیوالي او پراخه طبیعي سرچینو په لرلو سره، افغانستان د انرژۍ ، مخابراتو ،کرنې ، خوراکي توکو پروسس، غالۍ ، الکترونیکي سوداګري او کان کیندنې په برخو کې د احتمالي پانګه والو لپاره د پانګونې ډېر ښه فرصتونه وړاندې کوي.
د صنعت او سوداګری وزارت
په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې پر مټ د پانګوونې موکو او فرصتونو ته عمومي کتنه
د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر د میاشتې د دندو او مالیې د مقررې پر بنسټ، “بیکر ټیلي انټرنیشنل“د افغانستان د سوداګرۍ شرکتونو ، محاسباتو ، مالي او پانګوونې د مقرراتو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي.
په افغانستان کې د سوداګرۍ اسانتیاوي
د نړیوال بانک له خوا د سوداګرۍ او اقتصادي وضعیت د مهمو شاخصونه او د هرې مرحلې د سرته رسېدو او اړوند لګښتونو د وخت په ښودلو سره د کلنۍ معلوماتو لنډیز.
د سوداګرۍ قوانینو او مقرراتو لینکونه د نړیوال بانګ له خوا را غونډ شوي چې لاندې موضوعات پکښې شامل دي:
- د بانکدارۍ او کريډيت قانون
- د افلاس (دیوالي کېدو) او تضمین قانونونه
- د تجارت او شرکت قوانین
- د کار قانون
- د ځمکې او ودانیو قوانین
- د تضمین قوانین
- د مالیې قوانین
- د سوداګرۍ قانون
Links courtesy of ICAEW