له طالبانو سره د سولې د مذاکرتو د پیلیدو په درشل کې، د امریکا د سولې انسټيټیوټ (USIP) د اګست پر ۲۷مه نېټه، په یوه آنلاین مبحث کې د سولې د بهیر په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر کوربه و. په دغه مبحث کې ښاغلي اتمر، د سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره د افغانستان حکومت پر روانو هڅو او همدارنګه د سولې هڅو په ملاتړ کې د سیمه ییزې او نړیوالې ټولنې د رول په اړه خبرې وکړې.