افغان سفیرې د جورج ټاون په پوهنتون کې له مېرمن هیلاري کلنټون سره د کلنټون د جایزې د ورکړې په مراسمو کې ګډون وکړ

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لويې سفیرې مېرمن رویا رحماني، د کلنټون د جایزې د ورکړې په مراسمو کې برخه واخیستله. دغه جایزه هر کال هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې د یوې سوله ایزې او خوندي نړۍ په رامنځته کولو او د ښځو د حیاتي ونډې په لوبولو کې د ځانګړي مشرتابه وړتیا له ځانه ښيې.

Scroll to top