خبرتیا: د کوويډ-۱۹ وبايي ناروغۍ د خپریدو له امله او د درنو مراجعینو د اړوند مسایلو د لا آسانتیا په موخه، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګري څانګې تر بلې خبرتیا پوري، د قونسلی ټولې اړوند چارې په غیر حضوري توګه تر سره کېږي. مهرباني وکړئ، د لا ډیرو معلوماتو لپاره د خپلې اړوند موضوع برخې ته مراجعه وکړئ.

قونسلګرۍ ته د راتګ پرځای، لازم او اړوند اسناد ترتیب او د پُستې له لارې يې راولیږئ.

اوس مهال، قونسلګرۍ یواځې د وکالت لېک او حصر وراثت د سند د جوړولو لپاره حضوري خدمات وړاندې کوي.
د وکالت لېک او حصر وراثت د سند د جوړولو په موخه، مهرباني وکړئ د کتنې لپاره له دغه شمېرې Ext:1020 /21 –  (202)-844-2988  او یا دغه ایمیل ادرس legal@afghanembassy.us سره اړېکه ونیسئ.

پته - ادرس

2233 Wisconsin Ave, NW
Suite #216
Washington, DC 20007

ټیلیفون

Phone: (202)-483-6410 ext. 1003

د کتنې لپاره وخت نیول

قونسلي څانګې ته راتګ مخکې وخت ونیسئ د دوشنبې څخه تر جمعې پوري د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپیښین تر ۱:۳۰ بجې

Scroll to top