Visiting Afghanistan

سفر به افغانستان

د افغانستان موقعیت د تاریخ په اوږدو کې د لوی تمدنونو په څلور لارې کې د خوړو ، هنرونو ، ژبو او دودونو په لړ کې یو حیرانونکي تنوع رامینځته کړی. دا تنوع د افغانستان په هر ښار کې د لیدو وړ دی.

 

kabul-city

مشهوره خبره ده چې، “هرڅه کابل ته راځي.” د افغانستان د خوځنده زړه او پلازمینې په اړه تر دې بله پخه خبره نشته. د ختیځ او لویدیځ ترمینځ د یوه لوی سوداګریز ښار په توګه، کابل نن ورځ هم د ټول افغانستان مرکزي بازار دی.
که څه هم د لوړو عصري ودانیو او ټرافیکي ګڼې ګوڼې سره کابل په چټکۍ بدلون موندلی، خو بازارونه او د زاړه ښار ځینې برخې لاهم د ښار اصلي مرکز دی. خلک د تفریح او چکر په موخه “باغ بالا” چې د یوې غونډۍ په سر او د انټرکانټینینټل هوټل شاته موقعیت لري، ځي. د دې غونډۍ له پاسه ، د کابل ښار له ورایه لېدل کېږي. قرغه د لیدو لپاره بل ښه ځای دی چې د ښار څخه ۳۵ دقیقې واټن لري. قرغې کې د کوچنۍ کښتيو، بایسکل چلولو او پلي تګ د سهولتونو برسیره یو شمېر میلمستونونه او چایخونې هم شتون لري چې کورنۍ او خلک ورته ورځي.

 

mazar-2هر کال زرګونه کسان د بلخ ولایت مرکز، مزار شریف ښار ته د نوي هجري لمریز کال په دودویزو مراسمو کې د ګډون او د اسلام څلورم خلیفه، حضرت علي (کرم الله وجه) روضې ته د درناوي او زیارت په موخه ورځي. د نوروز یا “د نوي کال میله” چې د مارچ په ۲۱ مه نېټه او د پسرلي له لومړي ورځې سره برابره ده، په مزار شریف کې لمانځل کېږي. مزار شریف چې په پخوا وختونو کې د “ښارونو مور” نومیده، د قره قُل او وطني غالیو یو مهم بازار دي. دغه ښار کې زردشت خپله لومړی موعظه تر سره کړه. همدا شان، بلخ یا نږدې سیمې یې د دو کلونو لپاره د مقدوني سکندر مقر و . دغه راز، مزار شریف د باختري امپراتورۍ پلازمینه هم وه. وروسته د تیموریانو په واکمنۍ کې یو پوهنتون او یو شانداره معبد(عبادت ځای) په دغه ښار کې ورغول شول. د نُه ګنبد یا حاجي پیاده په نوم د اسلامي نړۍ د یوه ترټولو پخواني جومات پاتې شونې مزار شریف ښار ته څیرمه موقعیت لري.

 

ښايې د ګوتو په شمېر ښارونه به هرات ته ورته تاريخ ولري. مقدوني سکندر ددې ښار په زړه کې یو قوي او لویه کلا جوړه کړه چې نن د اختیار الدین کلا په نامه پیژندل کېږي. دغه کلا د بدلونونو او ناخوالو سره سره، نن هم پر خپل ځای ولاړه ده. په وروستیو پیړیو کې، هرات د ګاونډي ایران ، منځني اسیا او افغانستان کلتوري مرکز بلل کېده.
چنګیز خان او ګوډ تيمور، دواړو هرات وران کړل، خو دغه ښار د تیموریانو د واکمنۍ پر مهال بیا خپل برم او عظمت ترلاسه کړ. نن ورځ ، د هرات منارونه ، جوماتونه ، زیارتونه او تاریخي ځایونه د هغه ځلانده دورې ګواهي ورکوي، هغه دوره چې هنر ، ادب او میناتوري پکښې د کمال لوړې درجې وروسیده..

Baba_Saab

کندهار هغه ښار چې د عصري افغانستان بنسټ پکښې کیښودل شو، د هېواد یو پرمختللی سوداګریز او صنعتي مرکز بلل کېږي. د نوي ښار پرته ، د کندهار نورې برخې لا هم پر خپل پخواني بڼه دي چې دوه پیړۍ مخکې د افغانستان د دولت بنسټ ایښودونکی اعلحضرت احمد شاه دراني جوړ کړي ول. کندهار د خپلو خوندورو وچو میوو، ښکلې ګلدوزۍ او خامک دوزۍ له امله ډېر نوم لري.

 

د بامیانو وادۍ ، چې د افغانستان په مرکزي لوړو برخو کې د هندوکش په لوړو غرونو کې پروت دی ، د بودایي دین د خپریدو او د دوېمې میلادي زریزې یو مهم سوداګریز مرکز و. په بامیان کې د بودایي اثارو نښې له ورایه په دوو سترو پرخو کې چې د بودا دوې مجسمې دي لیدل کيږي. دغه مجسمې چې اټکل کیږي په پنځمې پیړۍ پوري اړوند وي او په ترتیب سره ۵۵ متره او ۳۸ متره لوړ دي ، د طالبانو لخوا په ۲۰۰۱م کال کې ویجاړ شول.
همدا راز د غلغلې او ضحاک ښارونو په څیر چې په ۱۳مې کې د چنګیر خان تر بریده پوري ودان وو، د پخوانیو ښارګوټو او کلاګانو پراخه کنډوالې هم بامیانو کې شتون لري.
سیلانیان د بامیانو طبیعي عجایبو ته ډیر ځله حیران شوي دي چې د امیر بند يې یوه غوره بیلګه ده.

Scroll to top