په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د ديوال د بيارغونې په اړه د پژواک خبري اژانس د رپوټ په اړهمطبوعاتي اعلاميه

For an English version, please click here

نېټه: ۰۷/۱۲/۲۰۲۰

د روان ۱۳۹۹هجري لمريز کال، د چنګاښ پر ۲۱ مه نېټه د پژواک خبري اژانس په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د نړيدلي ديوال د بيارغونې په هکله يو رپوټ خپور کړ. له بده مرغه چې ياد رپوټ د پژواک له خوا د مسلکي خبريالۍ د ټولو اساساتو، موازينو او د شته سندونو پرخلاف ليکل شوي.
د پژواک خبري اژانس ترلاسه شوي سندونه او د افغانستان سفارت ليکلې ځوابونه له سره په پام کې نه دي نيولي او ان په ځينو مواردو کې يې تحريف کړي دي چې لاندې ورته په لنډه توګه اشاره کيږي:

۱د بيارغونې تړون (قرارداد) يوازې د يوه ديوال لپاره نه وه، بلکې په ټوليږه توګه په دې تړون کې د سفارت د دريو ديوالونو بيارغونه چې د ګاونډيو ودانيو ورباندې تکيه وه او همدا راز د سفارت د او د هغه د ختيځ ګاونډي د ويجاړ شويو برخو رغونه هم شامله ده.

۲د امريکا متحدو ايالتونو په پلازمينه واشنګټن ډي سي کې د يادو ديوالونو بيارغاونه په ۸۸ زره ډالرو شونې نه وه او نه هم د GJ شرکت دا ډول افر وړاندېز کړي و. د ياد شرکت د افرونه په يوه برخه کې چې پژواک هم خپاره کړيدي، يواځې د نړيدلي ديوال د پاتې شونو او د هغه د لا زيات نړيدو څخه د مخنيوي په پار، په لنډ مهاله توګه د استناد جوړولو خبره ذکر شوې ده.

۳د بيارغونې د چارو څخه مخکې، سفارت د واشنګټن ډي سي له ښاروالۍ څخه اخطاريه (خبرداري) ترلاسه کړه، چې که چيرې نړيدلي ديوال په بيړنې توګه و نه رغول شي، بيا به نو د سفارت د تخليې امر او لارښونه وشي.
۴  په واشنګټن ډي سي کې افغان سفيره، مېرمن رويا رحماني، د تړونونو په غوراوي کې هيڅ ونډه نلرله، بلکې دا د افغانستان سفارت و چې د ديوالونو د بيارغونې په موخه افرونه را غونډ او د غوراوي په هدف يې کابل ته وليږل. د پژواک خبري اژانس د ادعا برخلاف، د افغان سفارت د ۹۱۲ ګڼه مکتوب پر بنسټ چې پژواک ذکر کړي هم دي، افغان سفيرې د بهرنيو چارو وزارت ته خبر ورکړي چې د (کدکان) شرکت سره يې تړون د تدارکاتو د ملي کميټې د ۱۳۹۸/۱۱/۶ نيټې د ۳۴۵۷ پريکړې او د بهرنيو چارو وزارت د ۱۳۹۸/۷/۲۱ حکم پر بنسټ، لاسليک کړي دي.
۵د پژواک د بې بنسټه ادعا برخلاف، د ديوال د بيارغونې پيسې هيڅکله درېم ګړۍ ته نه دې ورکړل شوي. افغان سفارت  ټول هغه سندونه او د چکونو کاپيانۍ په واک لري چې په ښکاره توګه ثابتوي چې د بيارغونې پيسې په مستقيمه توګه ودانيز شرکت ته ورکړل شويدي.
۶د ديوال د بيارغونې د چارو مسؤليت له ښاغلي برکت الله رحمتي څخه اخيستل شوي نه و او نه هم بل چا ته د ناوړه ګټه اخيستلو په پار ورکړل شوي دي. ښاغلي رحمتي د تړونونو په ټولو پړاونو کې د تدارکاتو د ملي کميټې سره د (کدکان) ودانيز شرکت د تړون د تائيد او لاسليک پوري د ديوال د بيارغونې مسؤليت پر غاړه درلوده. نوموړي تر هغه وروسته چې د ديوال د بيارغونې چارې پيل شول، د بهرنيو چارو وزارت د مقام په لارښونه کابل ته وبلل شو. پلازمينه کابل ته د نوموړي د بللو علت، په يو بل بست کې د هغه ټاکنه وه او د ديوال د بيارغونې له مسلې سره هيڅ تړاو يې نه درلود.
۷په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د نړيدلي ديوال ټول اسناد په واک کې لري او چمتو دي چې هېوادوالو ته د قضيې د لا روښانه کېدو په موخه، دغه اسناد د ارزونې او تفتيش يو واکمن پلاوي ته وسپاري ترڅو حقيقت ټولو ته څرګند شي.

د يادونې وړ ده چې افغان سفارت د مطبوعاتو څانګه د پژواک ددې رپوټ تر خپريدو مخکې، دوه ځلې د ياد خبري اژانس د خبريال ګڼو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، خو دغه اژانس ياد ځوابونه له پامه غورځولي او هان په ځينو برخو کې يې تحريف کړيدي.
پژواک خبري اژانس ته زموږ ځوابونه او د سفارت ۹۱۲ ګڼه مکتوب چې نوموړې خبري اژانس په غلطه توګه ورڅخه انګيرنه کړې، د لا زياتو معلومات په موخه په لاندې لينکونو کې د لاسرسي وړ دي.

تاسو کولاي شئ چې په دې اړوند لا زيات معلومات په لاندې لينکونو کې ولولئ.

7/12/20 Official Statement

Pazhwak Ques1

Pazhwak Ques2

Letter 912

Contracts