History of Diplomatic Relations

د ډيپلوماټیکو اړېکو تاریخچه

افغانستان له امریکا متحده ایالاتو سره اوږده او تاریخي دوستي لري. د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ لومړنې اړیکه په ۱۸۳۰م کال کې هغه مهال صورت وموند چې د پنسلوانیا ایالت څخه د جوزیا هارلان په نوم یوه سیلاني، افغانستان ته سفر وکړ. 

د امریکا متحده ایالات، په ۱۹۲۱م کال کې د جنرال ولي محمد خان په مشرۍ پلازمینه واشنګټن ډي سي ته د افغان پلاوي تر سفر وروسته، افغانستان په رسمیت وپيژانده. د دواړو هېوادونو ترمنځ بشپړ ډيپلوماټیکې اړیکې  د دواړو لوریو ترمنځ تر ګڼ شمېر رسمي سفرونو او ډيپلوماټیکو مکاتیبو تر راکړې ورکړې وروسته په ۱۹۳۴م کال کې ټېنګ شول.

د ۱۹۳۵م کال د جنوري پر ۲۲مه د امریکا جمهور رئیس ښاغلي روزولټ، ښاغلي ویلیام هورنیبرک د دغه هېواد د لومړې استازي په توګه د افغانستان لپاره وټاکه. تر هغه وروسته، په ۱۹۴۳م کال کې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه، ښاغلي عبدالحسین عزیز په متحده ایالاتو کې د افغانستان د لومړي سفیر په توګه ولیږه. افغان سفیر هغه وخت یوه تاریخي ودانې چې د امریکا په عالي دیوان پوري یې اړه درلوده، د افغانستان د سفارت لپاره اجاره کړ. دغه ودانۍ، تر نیمې پیړۍ وروسته، نن هم په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت دی.

د رسمي ډيپلوماټیکو اړیکو پیل د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ نه یواځې د همکاریو لپاره لاره هواره کړه، بلکې د زیربنايي پروژو برسیره یې د روزنې فرصتونه لپاره هم زمینه برابره کړه.
د هلمند د وادي د ادارې پروژه یوه خورا مشهوره پروژوه وه چې په سیمه کې د اوبو د بندونو ، لویو لارو ، هوایی ډګرونو او کورونو جوړولو په موخه پيژندل کېږی.

د امریکا جمهور رئيس ښاغلي ایزنهاور، ددغه هېواد لومړنی جمهور رئیس و چې د ۱۹۵۹ م کال د ډېسمبر په میاشتې کې یې افغانستان ته سفر وکړ. نوموړي په خپل سفر کې وویل چې” افغانان تر ټولو هوډومن خلک دي” چې ده ورسره ولیدل.  همدغه راز، په ۱۹۵۸م کال کې لومړي وزیر ښاغلي محمد داود خان د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ټېنګښت په موخه امریکا ته سفر وکړ او د فرهنګي تبادلې هوکړه لېک یې هلته لاسلیک کړ. همدا راز ښاغلي داود خان لومړنی افغان و چې د امریکا کانګرس ته یې وینا وکړه.  تر هغه وروسته په ۱۹۶۳م کال کې،  اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له لومړي مېرمنې ملکه حمیرا سره د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ.

د رسمي لیدنو کتنو په ترڅ کې  او لسیزو لپاره د دواړو هېوادونو اړیکې ټېنګ او وغوړیدې، خو په افغانستان کې د کورنیو جګړو په بهیر کې له ۱۹۸۳م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پوري د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې پرې او ددواړو هېوادونو سفارتونه وتړول شول. 

د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته او د لنډمهالې ادارې په رامنځته کېدو سره په ۲۰۰۲ م کال کې يو ځل بیا ددواړو هېوادونو سفارتونه پرانستل شول او اړېکې یې تر پخوا لا پسې ټينګې او پراخې شوې. په تیرو کلونو کې دواړو هېوادونو  د سولې د ټینګښت او اقتصادي پرمختګ په موخه، لس کلنه سټراټيژیک تړون لاسلیک کړ. همدا شان دواړو هېوادونو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په پار، یو امنیتي تړون لاسلیک کړیدی. 

اوسمهال، مېرمن رویا رحماني، د امریکا په متحده ایالاتو د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه سفیره ده.

د افغانستان او د  امریکا متحده ایالاتو په اړه زیات معلومات او پوستونه زموږ پر ټویټر پاڼې لوستلای شئ.

 

Scroll to top