About Afghanistan

افغانستان په يوه نظر کې


رسمي نوم: د افغانستان اسلامي جمهوریت


جغرافیايي موقعیت او مساحت: افغانستان چې ۶۵۲۸۶۴ کیلومټر مربع مساحت لري، د سویلي اسیا په مرکز واقع شویدی. افغانستان په لوېديځ کې له ايران سره،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره د ډيورند کرښه فرضی پوله،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره ګډې پولې لري. افغانستان څه ناڅه ۳۷میلیونه تنه وګړي لري. 

جغرافیه او اب او هوا: افغانستان وچ او نیمه وچ اقلیم او زیږه او کلکه اراضي لري چې د خورو ورو درو، اسمان څکالو غرونو، دښتو، غونډیو او څړځایونو درلودونکې ده. د هیواد ۸۵ سلنه اراضي په غرونو او دایمي څړځایونو پوښل شوې دهافغانستان په ختیځو سیمو کې شنې درې، په شمالي سیمو کې همواره او شنه څړځایونه، په مرکزي سیمو کې اسمان څکالي او لوړ غرونه او په جنوب لویدیځو او لویدیځو سیمو کې دښتې او نیمه دښتې سیمې لري همدا راز د افغانستان اب او هوا تر ډېره بریده وچه او په څلورو فصلونو سره ځانګړی کېږي چې دوبی یې توده، پسرلی او منې یې ملایم او ژمی یې سړه وي.

خپلواکي: د افغان- انګلیس تر درېمې جګړې وروسته افغانستان په ۱۹۱۹م کال کې خپله خپلواکي ترلاسه کړې او په دې توګه یې د خپل بهرني سیاست واک او کنټرول له انګریزانو څخه واخیست. د افغانستان خپلواکي چې د راولپنډۍ د سولې تړون یا معاهدې پر مټ په رسمیت وپيژندل شو، د ۱۹۱۹م کال د اګست پر ۱۹ نېټه د غازي شاه امان الله خان له خوا لاسلېک شوه.

توکمونه: افغانستان د پیړیو پیړیو راهیسې د ګڼو توکمونو او کلتورونو هېواد دی. د افغانستان په اساسي قانون کې د ۱۴ قومي توکمونو لکه پښتانه، تاجیک، ازبیک، ترکمن، بلوچ، پشه يي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش او ګوجر نومونه ذکر شویدي. پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي او په کومو سیمو کې چې ډېري وګړي یې په ازبیکي، ترکمني، پشه يي، نورستاني، بلوچي او یا پامیري ژبې خبري وکړي، هغه ژبه د هغې سیمې د درېمي رسمي ژبې په توګه پيژندل کېږي.

طبيعی سرچينې: افغانستان د ګازو، نفتو، د سکرو ډبرو، مسو، کروماټ، تالک، باریټ، ګوکړ، سرب، روی، اوسپنې، مالګې او د زمردو، یاقوتو او لاجوردو په څیر د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو  ګڼ شمېر کانونه لري.

حکومت: د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس چې د خلکو له خوا ټاکل کېږي، د حکومت مشر وي.

پلازمینهکابل د افغانستان پلازمینه ده.

دین: افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې اتیا سلنه وګړي یې سني او شل سلنه یې شعیه وګړي دي.

پولي واحد: افغانۍ (AFN) د افغانستان پولي واحد دی.

آیا پوهېږي؟

د افغانستان د نارینه او ښځینه و منځنۍ عمر ۴/۱۸ دي. همدا راز ۲۷ سلنه افغانان په ښارونو او پاتې نور په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.

د افغانستان تر ۹۰ سلنه زیات وګړي د ټیلفوني خدماتو تر پوښښ لاندې دي او ۲۲ میلیونه افغانان د ګرځنده ټیلفون مشترکین دي.

څه ناڅه ۷۸ سلنه افغانان کرنه او مالدارۍ کوي.

په نړۍ کې د روغني رنګونو لومړنۍ نقاشۍ چې لرغونتوب يې څه ناڅه تر میلاده مخکې ۶۵۰ کلونو ته رسیږي، د افغانستان په مرکزي لوړو د بامیانو په سمڅو  کې انځور شویده.

شعر په افغانستان کې زر کاله لرغونتوب لري. 

Scroll to top