Absentee Tazkira

غیابي تذکره

 قونسلګرۍ ته له ورتګ څخه مخکې، مهربانې وکړئ د لیدنې وخت واخلئ.

 د افغانستان له قوانینو سره سم، هر افغان ښاروند باید تابعیت تذکره (پېژند پاڼه) ولري. هغه ماشومان چې په متحده ایالاتو کې د افغان مور او پلار څخه زیږېدلې وي، یا هغه ماشومان چې تر اوسه يي تذکره نه وې اخیستي یا يې تذکره سوځېدلې یا ورکه شوې وي، کولای شي چې د غیابي تذکرې ترلاسه کولو لپاره په کتبي ډول خپل غوښتنلیک په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان قونسلګرۍ ته وسپاري.

د غیابي تذکرې لپاره اړین شرایط په لاندې ډول دي:

 شرایط:

۱ .  پیژندنې یا د تثبیت هویت فورمې ډکول (دلته کیکاږئ

۲- غوښتنليک (‌دلته کیکاږئ)

۳-  اته قطعې پاسپورټ سایز عکسونه چې شا (بک ګروند) یې سپین وي

۴ . د غوښتونکي د پېژندپاڼې کاپي ( ګرين کارډ یا د متحده ایالاتو پاسپورټ)

۵- د نږدې خپلوان لکه پلار، ورور، خور، کاکا یا د کاکا زوی د تذکرې کاپي چې په پېژندپاڼه کې ذکر شوې وي

۶ . د هغه شخص د پېژندنې معلومات چې په افغانستان کې د غوښتونکې د غیابي تذکرې د رسمې چارو پر مخ بیولو په تړاو د غوښتونکې استازیتوب کوي

۷ . هغه ماشومان چې د امریکا په متحده ایالاتو کې زیږېدلي وي باید د زیږون سند اصلي نسخه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصدیق شوي وي، او همداراز د خپل مور او پلار د تذکرې کاپې قونسلګرۍ ته وسپاري

۸ . Prepaid envelope هغه تش پاکټ چې پیسې یې مخکې له مخکې پرې او د غوښتونکي ادرس ورباندې لیکل شوی وي. 

۹- فیس: لس ډالره د مني آرډر په بڼه. مني آرډر باید د افغانستان سفارت په نامه وي

۱۰- د غیابي تذکرې د اخیستلو په موخه د غوښتونکي حضور د افغانستان سفارت د قونسلګرۍ په څانګه کې اړین دی. که چېرې غوښتونکي تر ۱۸ کالو ښکته عمر ولري، په دې صورت کې یې د مور او پلار حضور په قونسلګرۍ کې لازمي دی.

 مهرباني وکړۍ ټول پورته ذکر شوې مالومات راټول او له بشپړ غوښتنلیک سره په واشنګټن کې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړئ.

پته - ادرس

2233 Wisconsin Ave, NW
Suite #216
Washington, DC 20007

ټیلیفون

Phone: (202)-483-6410 ext. 1003

د کتنې لپاره وخت نیول

قونسلي څانګې ته راتګ مخکې وخت ونیسئ د دوشنبې څخه تر جمعې پوري د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپیښین تر ۱:۳۰ بجې

Scroll to top