حقوقي خدمتونه
مهرباني وکړئ د حقوقي خدماتو لپاره قونسلګرۍ ته تر راتلو دمخه د کتنې وخت ونیسئ
د کوويډ-۱۹ وبايي ناروغۍ د خپریدو له امله او د درنو مراجعینو د اړوند مسایلو د لا آسانتیا په موخه، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګري څانګې تر بلې خبرتیا پوري، د قونسلی ټولې اړوند چارې په غیر حضوري توګه تر سره کېږي. مهرباني وکړئ، د لا ډیرو معلوماتو لپاره د خپلې اړوند موضوع برخې ته مراجعه وکړئ.
د خپل ځان یا د خپلو کوچنیانو لپاره د زیږون سند ترلاسه کولو په موخه، مهرباني وکړئ لاندې ذکر شوې اسناد برابر او خپل بشپړ غوښتنلیک په واشنګټن کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د پُستې له لارې واستوئ.
عمومي شرایط:
۱ . د زیږون سند غوښتنلیک یا فورمه، چې د notarized شوي وي (د زیږون سند غوښتنلیک)
۲ . د غوښتونکي برښنائي افغاني پاسپورټ یا تذکرې کاپي چې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت لخوا تائيد شوي وي
۳. فیس: ۵۰ ډالره (د مني ارډر په بڼه چې يواځې د افغانستان سفارت په نامه وي)
۴ . دوه افغان شاهدان چې په تصدیق شویو اسنادو کې د غوښتونکي هویت، د زیږون نېټه، او د زیږیدلو ځای تصدیق کړي. شاهدان باید خپل د پېژندنې کارټ (پاسپورټ یا تذکره) کاپې ضمیمه کړي.
۵ . تش پاکټ (Prepaid envelope) چې پیسې مخکې له مخکې پرې شوې او ادرس مو ورباندې لیکل شوی وي
د وکالت خط او حصر وراثت سند ټول اسناد باید په حضوري ډول وړاندې شئ. مهرباني وکړئ قونسلګرۍ ته راتګ مخکې، د کتنې لپاره وخت او يا د لاندې ټیلفون شمېرې او برېښنا لېک له لارې اړيکه ونیسئ:
202-483-6410Ext:1020
legal@afghanembassy.us
د حصر وراثت سند د جوړولو شرایط:
د حصر وراثت سند د فورمې لپاره (دلته کلیک وکړئ)
د وارثینو له جملې څخه د یو ه تن له خوا لېکل شوی غوښتنلېک په کوم چې نوموړې د میراث د تثبیت غوښتنه کړي وي، اړین دی.
مهرباني وکړئ په غوښتنلېک کېلاندې ټکې او معلومات ذکر کړئ:
. د وفات شوې/ مورث نوم او د پلار نوم The name and father’s name of the testator/deceased
. د وفات شوې/ مورث د وفات ځای او نېټه
. د ورثې بشپړ نومونه
د حصر وراثت دجوړولو په موخه په قونسلګرۍ کې د دریو تنو مقرینو (اقرار کوونکي چي یو تن یې د ورثي له جملي څخه نه وي) او دوو تنو نارینه د
معرفت شهودو (شاهدانو) شتون اړین دی. ( دوه تنه ښځينه شهود د یوه تن نارینه شاهد په توګه حسابیږي)
د غوښتونکي، اقرار کوونکو او شاهدانو د تذکرې، پاسپورټ یا د امریکايي پاسپورټ، ګرین کارډ کاپي په کوم کې چې د زیږیدلو ځاي افغانستان لیکل شوی وي. ددې اسنادو اصل په قونسلګرۍ کې د کتنې پر مهال غوښتنل کيږي
۳- د وفات شوي موصي یا وراث د مړینې تصدیق
۴- د شاهدانو او اقرار کوونکو ۲x۲ انچه کې یو یو قطعه عکس
۵- فیس: د افغانستان سفارت په نامه ۱۲۵ امریکايي ډالره د مني آرډر په توګه
د وکالت خط د جوړولو لپاره شرایط:
د وکالت خط فورمې لپاره (دلته کلیک) وکړئ
۱- د غوښتونکي د تذکرې، پاسپورټ او یا د امریکايي پاسپورټ یا ګرین کارډ کاپي ( قونسلګرۍ ته د ورتګ پر مهال ددغو اسنادو اصلي کاپی له ځانه سره ولرئ)
۲- د وکيل د تذکرې او پاسپورټ کاپي
۳- د غوښتونکي له خوا د عریضې وړاندې کول چې په هغه کې د وکالت خط موضوع او د وکیل صلاحیت او مسؤلیت په ښکاره بڼه ذکر شوي وي .
۴-که چېري موضوع د ملکیت اړوند وي مهرباني وکړئ د وکالت تر جوړولو مخکې د اسنادو کاپي (قباله، حصر وراثت…) شمېره او نیټه باید وړاندې کړئ.
۵- په قونسلګرۍ کې د دوو نارینه افغان شاهدانو حضور، چې شرعي او حقوقی اهلیت ولري
۶- ۲x۲ انچه کې د شاهدانو او وکیل یو یو قطعه نوي عکسونه
۷- فیس: د وکالت خط د جوړولو فیس ۱۲۵ امریکايي ډالر دی چې د افغانستان د سفارت په نوم د مني آرډ په بڼه منل کېږي
Download the
هغه اسناد چې په متحده ایالاتو کې صادر شوي، خو په پام کې ده چې په افغانستان کې يې د حقوقو څخه ګټل واخیستل شي، تائيدي ته اړتیا لري.
د افغانستان سفارت به ټول هغه اسناد چې د متحده ایالاتو د هر انسټیټیوټ لخوا صادر شوي او ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصدیق شوي وي او همدا راز ټول هغه اسناد چې په افغانستان کې صادر شوي او په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصدیق شوي، تائید او تصدیق کړي.
سفارت به په وړیا توګه د زیږون، مړینې او پیژندنې اسنادوپه ګډون ټول هغه قانوني ، تعلیمي او سوداګریز اسناد چې په افغانستان کې د اړوندو انسټیټیوټونو او ادارو لخوا صادر شوي او په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصدیق شوي وي، تصدیق کړي. په افغانستان کې د اړوندو ادارو لخوا د صادر شوی اسنادو د تائید او تصدیق لپاره، مهرباني وکړئ لاندې اسناد د خپل غوښتنلیک سره یوځاي د پوستې له لارې په واشنګټن ډی سي کې د افغانستان قونسلګرۍ ته واستوئ.
سفارت به د زیږون، مړینې او پیژندنې اسنادو په ګډون ټول هغه قانوني ، تعلیمي او سوداګریز اسناد چې په امریکا په متحده ایالاتو کې صادر او ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا تائید شوي ، یا په یوه دریم هیواد صادر شوي او د امریکاپه متحده ایالاتو کې د هغه هیواد د سفارت / قونسلګرۍ لخوا تائید شوي وي، د یوه ټاکلي فیس پر وړاندې تصدیق کړي.
په متحده ایالاتو کې د یوه اړونده انسټیټیوټ لخوا صادر شوي سند د تصدیق لپاره ، مهرباني وکړئ لاندې اسناد د خپل بشپړ غوښتنلیک سره یوځای د پوستې له لارې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان قونسلګرۍ ته واستوئ.
. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تاييدي په ګډون، اصلي سند او کاپي یې
. د اسنادو تصدیق- Notary verification
. (Prepaid Envelop) یا تش پاکټ چې پیسې یې مخکې له مخکې پرې شوې او ستاسو آدرس ورباندې لېکل شوې وي.
. فیس: د افغانستان سفارت په نامه ، ۱۲۵ امریکايي ډالره د مني آرډر په بڼه
د کوويډ-۱۹ وبايي ناروغۍ د خپریدو له امله او د درنو مراجعینو د اړوند مسایلو د لا آسانتیا په موخه، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګري څانګې تر بلې خبرتیا پوري، د قونسلی ټولې اړوند چارې په غیر حضوري توګه تر سره کېږي. مهرباني وکړئ، د لا ډیرو معلوماتو لپاره د خپلې اړوند موضوع برخې ته مراجعه وکړئ.
د زوجیت خط (نکاح لېک) د ترتیب او جوړلو لپاره مهرباني وکړئ لاندې اسناد برابر او د پُستې له لارې یې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګري څانګې ته واستوئ.
. د زوجیت خط یا نکاح لېک د فورمې د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ
. د مېرمنې او خاوند د پيژندنې اسناد (تذکرې یا پاسپورټونه)
. د عرفي زوجیت خط/نکاح لېک چې د خاوند او میرمنې تر منځ د زوجیت تائید وکړي
. د دوو تنو شاهدانو له خوا تائيد او (Notarized) شوې سند چې پکښې د خاوند او مېرمنې له اهلیت ، شخصیت، د واده له نېټې، ځای او ددوی له واده څخه یې تائيد کړې وي.
. د شاهدانو د پاسپورټ او تذکرې او یا د امریکايي پاسپورټ یا ګرین کارډ کاپي
. اضافي اسناد لکه د بچیانو د زیږون د سند کاپي
. فیس: د زوجیت خط یا نکاح لېک ، فیس ۱۵۰ ډالره دی او د مني آرډر په ډول د افغانستان د سفارت په نوم منل کېږي
. (Prepaid Envelop) یا تش پاکټ چې پیسې یې مخکې له مخکې پرې شوې او ستاسو آدرس ورباندې لېکل شوې وي.
افغانستان ته د میت( مړي) د انتقال لپاره مهرباني وکړئ یو لیکلې غوښتنلېک د لاندې اسنادو سره چمتو کړئ:
۱-د میت(مړي) پیژند پاڼه لکه پاسپورټ، تذکره، امریکايي پاسپورټ او یا ګرین کارډ
۲- د مړینې سند (Death Certificate) یوه کاپي
۳- د میت د لیږولو د اجازه نامې کاپي
۴-د روغتیایې مراجعو څخه د هغه صادر شوي سند کاپي چې پکښې ویل شوي وي چې افغانستان ته د میت له وړلو سره کومه ساري ناروغې نه لېږدول کېږي
۵- د میت د ښخولو( تدفین) د چارو د سند کاپي
۶- د میت( مړي) د الوتنې (پرواز) جزئيات
۷- تش پاکټ چې ادرس مو ورباندې لیکل شوې وي او پیسې یې له مخکې ورکړل شوی وي
هغه غوښتونکې چې په افغانستان کې یې د جرمي مسؤلیت د نلرلو (د پولیسو ریکارډ) د ترلاسه کولو لپاره ، غوښتنه کړې، مهرباني وکړئ د لاندې ټیلفون شمېرې او برېښنا لېک له لارې اړيکه ونیسئ:
202-483-6410Ext:1020
legal@afghanembassy.us
هغه غوښتونکې په افغانستان کې د جرمي مسؤلیت د نلرلو (د پولیسو ریکارډ) د ترلاسه کولو لپاره یې غوښتنه نه ده کړې، لاندې ټکې دې په پام کې ونیسئ :
۲-د غوښتونکي د معتبر پیژند پاڼې کاپي (پاسپورت یا ژباړل شوي تذکره)
۳- د غوښتونکې په پاسپورټ کې افغانستان ته د ننوتلو او وتلو پاڼو کاپي
۴-په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د صادر شوي مکتوب شمیره
۵- د غوښتونکې د لسو ګوتو نښانونه چې تایید (Notarized) شوې وي
۵- فیس: د جرمي مسؤلیت د نلرلو (د پولیسو ریکارډ) حق التصدیق $ 20 ډالره کېږي چې د مني آرډ او د افغانستان د سفارت په نامه منل کېږي.
د مجرد لېک د جوړولو شرایط
– د کتنې لپاره له مخکې وخت نيول
– د موکل حضور له دوو تنو شاهدانو او دریو تنو اقرار کوونکو سره
-د شاهدانو او اقرار کوونکو د هویت تذکرې او د افغانستان پاسپورټونه
– ۳x۴ انچه کې د شاهدانو او اقرار کوونو یو یو قطعه عکسونه
– مجرد خط د ۱۲۵ ډالرو په بدل کې ورکول کيږي. دغه پیسې د مني آرډر په بڼه او د افغانستان د سفارت په نامه منل کیږي
د کوويډ-۱۹ وبايي ناروغۍ د خپریدو له امله او د درنو مراجعینو د اړوند مسایلو د لا آسانتیا په موخه، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګري څانګې تر بلې خبرتیا پوري، د قونسلی ټولې اړوند چارې په غیر حضوري توګه تر سره کېږي. مهرباني وکړئ، د لا ډیرو معلوماتو لپاره د خپلې اړوند موضوع برخې ته مراجعه وکړئ.
د موټر چلولو جواز (لایسنس) د ژباړلو لپاره مهرباني وکړئ لاندې اسناد برابر او د پُستې له لارې یې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګري څانګې ته واستوئ.
۱- د موټر چلولو جواز (لایسنس) کاپي
۲- د پاسپورټ یا د تذکرې کاپي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تائید شوې وي
۳- فیس: ۱۵ ډالره د مني آرډ په بڼه. مني آډر باید د افغانستان سفارت په نامه وي
۴- (Prepaid Envelop) یا تش پاکټ چې پیسې یې مخکې له مخکې پرې شوې او ستاسو آدرس ورباندې لېکل شوې وي.
پته / ادرس
2233 Wisconsin Ave, NW
Suite #216
Washington, DC 20007
ټیلفون
Phone: (202)-483-6410 ext. 1003
د کتنې لپاره وخت نيول
قونسلګرۍ ته تر راتګ دمخه د کتنې لپاره وخت ونیسئ - له دوشنبې څخه تر جمعې ورځې او د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپیښین تر ۱:۳۰ بجې پوري