Passport

پاسپورټ

 لاندې لارښونې یوازې او یوازې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګرۍ په څانګه کې د اجرا وړ دي. هیله من یوو چې د قونسلي خدماتو په موخه خپلې نږدې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړئ.

که چیرې کلیفورنیا ته نږدې استوګن یاست مهرباني وکړئ د  http://afconsulate.us/ ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

که چیرې نیویارک ته نږدې استوګن یاست مهرباني وکړئ د https://www.newyork.mfa.af/ ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

 د پاسپورټ په اړه مالوماتو لپاره په دې پته برښنالیک واستوئ: passport@afghanembassy.us

 

د کوويډ-۱۹ وبايي ناروغۍ د خپریدو له امله او د درنو مراجعینو د اړوند مسایلو د لا آسانتیا په موخه، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د قونسلګري څانګې تر بلې خبرتیا پوري، د قونسلی ټولې اړوند چارې په غیر حضوري توګه تر سره کېږي. مهرباني وکړئ، د لا ډیرو معلوماتو لپاره د خپلې اړوند موضوع برخې ته مراجعه وکړئ.

که تاسو د خپل ځان او يا د خپلو کوچنیانو لپاره د افغانستان پاسپورټ اخلې، نو مهرباني وکړئ لاندې اسناد برابر او د خپل بشپړ غوښتنلېک سره یې یوځای په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان قونسلګرۍ ته واستوئ. 
 

 ۱ . اصلي تذکره: (که چیرې تاسې تذکره ونه لرئ، تاسې نشۍ کولای پاسپورټ ترلاسه کړئ). پدې صورت کې، پاسپورټ ته د غوښتنلیک له سپارلو څخه مخکې، مهرباني وکړئ لومړی د غیابي تذکرې غوښتنه وکړئ: (دلته کیکاږئ)

۲ . د پاسپورټ غوښتنلیک یا فورمې د ترلاسه کولو لپاره (دلته کیکاږئ
۳ . دوه پاسپورټ سایز عکسونه: د عکس سایز باید (۲×۲) انچه وي
۴ . د ګوتې نښان (غوښتونکی کولای شي چې د ګوتې نښان د خپلې سیمې نږدې د پولیسو حوزه او یا د فیډیکس په یوه څانګه کې ترلاسه او د غوښتنلیک سره يي یوځای واستوي)
۵ . مخکینی پاسپورټ: که چیرې تاسې ته مخکې د افغانستان پاسپورټ صادر شوی وي نو حتمي ده چې خپل مخکینې پاسسپورټ د قونسلګرۍ په پته واستوۍ. (که چیرې مو مخکینی پاسپورټ ورک یا غلا شوی وي، مهرباني وکړئ د پولیس راپور او د ورک شوې پاسپورټ کاپي د خپل غوښتنلیک سره یوځای قونسلګرۍته وسپارئ
۶ . که چیرې تاسې د متحده ایالاتو دایمي استوګن یاست، په متحده ایالاتو کې د خپلې استوګنې په اړه اسناد وړاندې کړئ
۷ . (Prepaid Envelop) یا تش پاکټ چې پیسې یې مخکې له مخکې پرې شوې او ستاسو آدرس ورباندې لېکل شوې وي
۸ . فیس: لاندې تشریح شوې بیې د مني آرډر په بڼه یواځې او یواځې د افغانستان سفارت په نامه منل کېږئ

 دنوې پاسپورټ فیس:

۱.  د پنځه کلن پاسپورت بیه (محصول۱۲۰ امریکايي  ډالره دی.
۲- 
 له نیویارک څخه واشنګټن ډي سي ته یې د لیږلو لګښت ۱۰ امریکايي ډالره کېږي. 
دا ټولټال ۱۳۰ ډالره کيږي چې یواځې د مني ارډر په بڼه او د افغانستان د سفارت په نامه منل کېږي.
۳- نغدي پیسې په هیڅ ډول شرایطو کې نه منل کېږي.


۴د زوړ پاسپورټ د اعتبار مودې تېریدو د جریمې فیس:  که چیرې د زوړ پاسپورټ د اعتبار موده تېره شوې وي، لاندې ذکر شوې جریمې وضع کيږي (جریمې د مني آرډر په بڼه او یواځې د افغانستان سفارت په نامه منل کېږئ)


۴ . د زوړ پاسپورټ د اعتبار مودې تېریدو د جریمې فیس: که چیرې د زوړ پاسپورټ د اعتبار موده تېره شوې وي، لاندې ذکر شوې جریمې وضع کيږي (جریمې د مني آرډر په بڼه او یواځې د افغانستان سفارت په نامه منل کېږئ)

– که چیرې د پارسپورټ په اعتبار مودې درې میاشتې تېرې شوې وي: ۵ ډالره
– که چیرې د پارسپورټ په اعتبار مودې شپږ میاشتې تېرې شوې وي: ۱۰ ډالره
 –که چیرې د پارسپورټ په اعتبار مودې نهه میاشتې تېرې شوې وي: ۱۵ ډالره
– که چیرې د پارسپورټ په اعتبارمودې دولس میاشتې تېرې شوې وي: ۲۰ ډالره

 

د پروسس بهیر:

  
د نوي پاسپورټ صادريدل له ۲۵ څخه تر ۳۰  کاري ورځو پوري وخت نیسي. په ځانګړي حالاتو کې ښايې له دې هم زیات وخت ونیسي.

 

 

پته/ادرس

2233 Wisconsin Ave, NW
Suite #216
Washington, DC 20007

ټیلیفون

Phone: (202)-483-6410 ext. 1003

دلیدنی لپاره وخت ټاکل

قونسلګرۍ ته د راتګ لپاره وخت ونیسئ- له دوشنبې څخه تر جمعې دسهار له ۹:۳۰ بجو بیا دماسپیښین تر ۱:۳۰ بجو

Scroll to top