د کویډ ۱۹وبايي ناروغۍ له امله، مونږ د اوس لپاره په حضوري ډول مراجعین نه منو. د خپل ځان یا خپلو کوچنیانو لپاره افغانستان ته د سفر/ ورودي جواز ترلاسه کولو په موخه، مهرباني وکړئ لاندې ذکر شوې اسناد راټول او خپل بشپړ غوښتنلیک په واشنګټن کې د افغانستان قونسلګرۍ ته واستوئ.
شرایط:
۱ . د سفر/ ورودي جواز فورمه چې تصدیق شوې وي او (د امکان په صورت کې) د مور او پلار دواړو لخوا لاسلېک شوې وي (انګلیسي) (دری) (پښتو)
۲ . د کوچني یا ماشوم د پاسپورټ کاپي
۳ . د غوښتونکي د مور او پلار د پاسپورټ کاپي
۴ . د غوښتونکي د زیږون سند کاپي
۵ . یو پاسپورټ سایز عکس- سایز ۲×۲ چې سپین بګراونډ ولري
۶ . Prepaid envelope یا تش پاکټ چې پیسې یې مخکې له مخکې پرې او د غوښتونکي ادرس ورباندې لیکل شوی وي
۷ . فیس: ۱۰ ډالره کېږي چې یواځي د مني ارډ په شکل او د افغانستان د سفارت په نامه منل کېږي
د یادونې وړ ده چې پدې وروستو کې افغانستان ته د سفر / د ورودي جواز په کړنلارو کې بدلون راغلی. افغانستان ته د سفر د ورودي جواز د نویو پالیسیو په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره، مهربانې وکړئ د بريښنالیک یا ګرځدنه ټیلفون له لارې له قونسلګرۍ سره په اړیکه کې شئ.