Visa

ویزې

د خپل ځان یا خپل ماشوم لپاره د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ، مهرباني وکړئ لاندې اسناد چمتو او د خپل بشپړ غوښتنلیک سره يوځای د پُستې له لارې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان ته قونسلګرۍ ولیږي. او یا  هم دلته په آنلاین بڼه د ویزې درخواست کولای شئ.‌

۱- پاسپورټ
. د ويزې غوښتونکي بايد د خپل پاسپورټ د لومړي معلوماتي پاڼې د کاپي په ګډون، اصلي لاسلېک شوي پاسپورټ  قونسلګرۍ ته وړاندې کړئ. همدا راز ستاسو پاسپورت بايد لږترلږه د شپږو مياشتو لپاره د اعتبار وړ وي او د ټاپې (ويزې لګولو) لپاره بايد دوې تشې پاڼې ولري.

۲-  د غوښتنلېک فورمه
–  مهرباني وکړئ د ویزې غوښتنلېک فورمه چې په کمپیوټر کې ډکه شوې وړاندې کړئ
–  په غوښتنلېک بايد ټولو پوښتنو ته ځواب وواياست
–  خپل نوم لکه څنګه چې په پاسپورټ کې لېکل شوې، وليکئ
–  د غوښتنلېک فورمې په دوېم مخ کې  خپل عکس ولګوئ او د عکس څنګ په خالي بکس کې لاسلېک وکړئ. فورمې کې لاسلېک بايد په پاسپورت کې د لاسلېک سره يو شانته وي.
–  
فورمه بايد د پاڼې پر يوه خوا چاپ شئ. پر دواړو خواو د منلو وړ نه دی
– که چېري تاسو د خپل غوښتلېک د سپارلو لپاره قونسلګرۍ ته نشئ راتللای، نو مهرباني وکړئ خپل غوښتنلېک تائيد (Notarize کړئد تائيدي ټاپه او توضيحات بايد د فورمې په دوېم مخ يا په جلا پاڼه کې وي.

 ۳- عکسونه 

 تاسو بايد د پاسپورټ سايز  يعني ۲X۲ انچه کې دوې قطعې عکسونه برابر کړئ او يوه قطعه يې د غوښتنلېک په دوېم  مخ کې ولګوئ. ستاسو عکس بايد  په لاندې معيارونو برابر وئ:
– عکس بايد په تيرو درېو مياشتو کې اخيستل شوي او په لوړ کيفيت چاپ شوي وي
– د عکس شا (بک ګروند) بايد سپين وئ 
– ټول مخ پکښې ښکاره شئ او طبيعي وئ. 
– عکس کې عينکې مه په سترګو کوئ

 

۴- د پيژندنې کارټ

د افغانستان د ويزې غوښتونکې بايد د خپل پيژند کارټ يوه کاپي وړاندې کړئ. د پيژندنې دغه کارټ  کېدای شي ستاسو  لايسنس وي کوم چې ستاسو د استوګنې ادرس ورباندې ليکل شوې وي. غير امريکايی اتباع دې خپل د ګرين کارټ کاپي، په امريکا کې د اتباع د ثبت او راجسټريشن کارټ  يا په دغه هېواد کې د استوګنې ويزې کاپي وړاندې کړئ.

۵- سوداګریز لېک / مقصد لېک

تاسو بايد په متحده ايالاتو يا په افغانستان کې ميشته د خپل ادارې  له خوا يو ليک (کاور ليټر) وړاندې کړئ. په متحده ايالاتو د ميشته شرکتونو ټول لېکونه بايد:

– د شرکت يا د اړوندې ادارې په رسمي پاڼه لېکل شوي وي

– د استوګنې او اړيکو بشپړ ادرس

– د سپانسر له خوا، افغانستان ته د سفرکوونکې د بشپړ مسؤليت منلو سند

– د شرکت يا دولتي ادارې له خوا مُهر او ټاپه شوې 
– ټاپه او لاسلېک بايد اصلي وي

 

۶- افغانستان ته بلنلېک

 

تاسو بايد د اړوند شرکت يا دولتي ادارې له خوا يو بلنلېک چې افغانستان ته بلنه درکوي، چمتو کړئ. همدا راز ستاسو اداره يا شرکت  د بهرنيو چارو وزارت له خوا يو ليک باید واخلئ. په ياد ولرئ چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا هغه ځانګړې نمبر هم په بلنلېک کې ذکر کړئ. د بلنلېک اسکن شوې کاپي هم د منلو وړ ده. خو بلنلېک بايد:

– د شرکت يا د اړوندې ادارې په رسمي پاڼه لېکل شوي وي

– د بلل شوي کس يا شرکت بشپړ  ځايي ادرس او د ټيلفون شمېره

– د سپانسر له خوا، افغانستان ته د سفرکوونکې د بشپړ مسؤليت منلو سند

– د شرکت يا دولتي ادارې له خوا مُهر او ټاپه شوې

 – ټاپه او لاسلېک بايد اصلي وي

۷- اجازه لېک (LOA)

 

د  امريکا د دفاع وزارت  یا د  ناټو  قراردادي ادارو  لپاره چې په افغانستان کې فعاليت کوي ، کارکوونکو ته يې اړينه ده چې افغانستان ته د يوه کال په ترڅ کې د څو ځلې تګ  يا يو کلنۍ ويزې”  لپاره، اجازه لېک  وړاندې کړئ . که چېرې تاسو د (LOA) په اړه کومه پوښتنه لرئ نو مهرباني وکړئ خپل ادارې سره اړېکه ونيسئ. همدا راز اړينه نه ده چې د يوې مياشتې کار ويزې لپاره (LOA)  چمتو کړئ. هغه اجازه لېک يا (LOA)  چې نېټه يې پايته رسيدلی وي، د منلو وړ نه ده.  

 

 

 

۸- د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لېک

 

د رسنۍ کارکوونکې / خبريالان او هغه کسان چې د دولت يا د خصوصي سکټور ادارو  له خوا افغانستان ته رابلل شوي دي بايد يو مکتوب چمتو کړي چې د سفر هدف، موده او د هغه ځايونو نومونه  پکې ولېکئ چې په افغانستان کې ورڅخه ليدنه کوي. د بهرنيو چارو وزارت د لېک ترلاسه کولو لپاره تاسو بايد ددې وزارت د ویاند او عامه اړیکو رياست سره په دې ادرس سره  اړيکه ونيسئ:
د ملک اصغر څلور لارې، شاه محمود غازي وټ – کابل – افغانستان.

      که چېرې د رسنيو  څانګه يا دفتر په افغانستان کې موقعيت ولري ،نو د رسنيو خبريالان بايد د هغه څانګې له لارې د بهرنيو چارو وزارت سره د ياد مکتوب د ترلاسه کولو په اړه اړيکه ونيسئ. که يوه          رسنۍ په افغانستان کې څانګه يا دفتر ونلري، په هغه ترڅ کې به موږ ستاسو د غوښتنلېک چارې په واشنګټن ډي سي، کې د افغانستان د قونسلګرۍ له لارې د بهرنيو چارو  وزارت د ویاند او عامه        اړیکو رياست سره پر مخ يوسو، خو دا شونې ده چې دا بهير لږ زيات وخت ونيسي.

 

۹- د افغانستان اتباع

 

که تاسو د افغانستان تبعه ياست او د متحده ايالاتو په پاسپورټ کې مو د زيږيدلو ځای افغانستان ليکل شويدی، نو تاسو هېواد ته د تلو لپاره ويزې ته اړتيا نلرئ. همداشان تاسو کولای شئ د متحده ايالاتو له دغه پاسپورټ سره ډېری ځله افغانستان ته سفر وکړئ. خو که تاسو د تجارتي تړون او د کاري موخو  لپاره افغانستان سفر کوئ ، نو اړينه ده چې ويزه واخلئ. مهرباني وکړئ د متحده ايالاتو د اتباع په توګه لارښوونې تعقيب کړئ.

 

۱۰- هندي يا پاکستاني الاصله

که تاسو په خټه هندي يا پاکستاني ياست او يا په رسمي توګه د هند يا پاکستان پاسپورټ لري، نو تاسو  ته لنډ مهاله او وړيا ويزه درکول کېږي. په ياد ولرئ چې دا استثنا، يوازې د ګرځندوی يا ليدنې ويزو لپاره دی.

۱۱- تر ۱۸ کالو کم عمره غوښتونکي 

که چېرې تاسو  تر ۱۸ کلنو لږ عمر لرونکي ماشوم يا کوچني سره سفر کوی، نو اړينه ده چې لاندې اضافي اسناد وړاندې کړئ:

– ځانګړي فورم چې تاييد (Notarized)  شوې او  د ماشوم (متقاضي)د مور او پلار له خوا لاسلېک شوي وي.

– د ماشوم/کوچني د زيږون سند کاپي چې د هغه د مور او پلار بشپړ نومونه، د زيږون نېټه او تابعيت وښيي

– د ماشوم/ کوچني د مور او پلار د موټر چلولو د جواز (لايسنس) او د دوی د پاسپورټونو د لومړي (معلوماتي پاڼې) کاپي

– ټول کوچنيان چې عمرونه يې له لسو کلونو پورته وي بايد په لومړي مخ کې د لاسلېک په ځايګۍ کې خپل نوم وليکئ. د نورو ټولو کوچني ماشومانو لپاره مور او پلار يې بايد په دوېمه پاڼه کې لاسلېک وکړئ.

 

  ۱۲- د چټکې ويزې غوښتنلېکونه

 

   که تاسو د عاجل ويزې غوښتنه لري، په دې اړوند به  قونسلګري له تاسو سره مرسته وکړي. د ويزې څانګې مسؤل به ستاسې اسنادونه ملاحظه کړي،تر څو ډاډ  ترلاسه کړي چې ستاسو غوښتنلېک       دقيق، بشپړ او د پروسس لپاره چمتو دی. همدا راز موږ به ستاسو سره  اړيکه ونيسو ترڅو ستاسو په غوښتنلېک کې که چېري کومه تيروتنه وي، هغه بيله ځنډه، اصلاح کړو. په چټکه توګه د ويزې           صادريدل به ستاسو د غوښتنلېک د ترلاسه کېدو وروسته په دريو کاري ورځو کې پروسس شي. په چټکه توګه د ويزې د صادرولو فيس به ستاسو د ويزې د فيس یو نیم برابره وي. 

 

۱۳- تش پاکټ چې پيسې يې مخکې له مخکې پرې شوې وي

 

  مهرباني وکړئ يو تش پاکټ چې پيسې يې مخکې له مخکې ورکړل شوې وي او ستاسو آدرس ورباندې ليکل شوې وي چمتو کړئ، ترڅو موږ ستاسو پاسپورټ چې ويزه ورباندې لګيدلي وي، در وليږو.
 باید وویل شي چې ستاسو پاسپورټ به هغه پُستې پاکټ کې چې پیسې یې تاسو مخکې له مخکې پرې کړي او ادرس مو ورباندې لیکلې دي، درته ولیږل شي.

فیس 
په یاد ولرئ چې د ویزې فیس د هغه د ډولونو په پرتله توپیر لري او. دافغانستان سفارت یواځې د مني آرډ په بڼه فیس مني. مهرباني‌ وکړئ مني آرډ په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت په نوم ولیکئ.

– د امریکايي پاسپورټ لرونکې : ۱۶۰ ډالره
– د امریکا د دفاع وزارت او د ناټو قراردادیان کوم چې د لومړي ځل لپاره ورته یو کلنه ویزه ورکول کېږي، باید ۲۰۰ ډالره اضافه ورکړي.  په ټولیزه توګه ددوی فیس ۳۶۰ ډالره کېږي.
– د نورو هېوادونو پاسپورټ لرونکو لپاره کاري ویزه –   ۱۰۰ ډالره
– د نورو هېوادونو  پاسپورټ لرونکو لپاره د سیاحت ویزه – ۸۰ ډالره
–  هند او پاکستان پاسپورټ لرونکې- وړیا ویزه
– ډيپلوماټ، رسمي چارواکې، د ملګرو ملتونو  پاسپورټ لرونکې –  وړیا ویزه 

د امریکايي پاسپورټ لرونکو لپاره معلومات:

د ۲۰۱۵م کال، د  جنوري د لومړۍ نېټې څخه ، د متحده ایالاتو پاسپورت لرونکي چې د افغانستان د د ویزې غوښتنه کوي، ددوی سفر او موخې ته په کتو سره  به  افغانستان ته د څو ځلیزې ورتګ ویزې د ورکړې جوګه وي.
 ددغه راز ویزې فیس ۱۶۰ ډالره دی.

یادونه: د ویزې موده (یوه میاشت ، تر ۱۲ میاشتو پورې) او د افغانستان ته د سفر د شمېر تائید د افغانستان د سفارت / قونسلګرۍ صلاحیت دی .باید وویل شي چې ویزه حق نه ګڼل کیږي ، او که چېرې  کوم  غوښتونکي د ویزې د اخیستلو پر شرایطو برابر نه وي  او یا  بشپړ  اسناد ونلري ، بیله کومې مخکنې توضحیاتو به ورته ویزه صادره نشئ. 

 

د ویزې ډولونه

غوښتونکې

ټول امریکايي ډيپلوماټان او تخنیکې کارکوونکې

د اعتبار  موده

درې میاشتې- دوه کاله – څو ځلې سفر 

د پاتې کېدو موده

د ۹۰ ورځو څخه تر ۷۳۰ ورځو پوري 

د پاسپورټ ډول

ډيپلوماټیک

فیس

وړیا

ځانګرتیاوي

د تمدید وړ

لازمي اسناد

معرفي لېک د صلاحیت لرونکي امر له خوا  

غوښتونکې

 د متحده ایالاتو ټول  رسمي، ملکي او تخنیکي کارکوونکي

د اعتبار موده

درې میاشتې، یو کال – څو ځلې سفر

د پاتې کېدو موده

۹۰ ورځو څخه تر ۳۶۵ ورځو پوري 

د پاسپورټ ډول

رسمي او خدماتي

فیس

وړیا

ځانګړتیاوي

د تمدید وړ

لازمي اسناد

 د اړتیا په ترڅ کې امریکا د بهرنیو چارو وزارات صلاحیت لرونکې آمر په لاسلېک ، معرفي خط 

Type 1: Work Entry Visa (WV)

غوښتونکي

ټول کارګران/ کارکوونکې

د اعتبار موده

درې میاشتې

د پاتې کېدو موده 

۳۰ ورځې او یو ځل تګ  

د پاسپورټ ډول 

عادي

فیس

امریکايي پاسپورټ ۱۶۰ ډالره-  نور پاسپورټونه  ۱۰۰ ډالره 

ځانګړتیاوي

د تمدید وړ

لازمي اسناد

بلنلېک، د سفر موخه او د اړتیا په ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا بلنلېک 

Type 2: Work Entry (CTR) Visa

غوښتونکې

د ناټو او د امریکا د پوځ ټول قراردادیان او فرعي تړون کوونکي 

د اعتبار موده

 درې میاشتې، یو کال- څو ځلې د تګ اجازه

د پاتې کېدو موده

د ۳۰ ورځو څخه تر ۳۶۵ ورځو پوري 

د پاسپورټ ډول 

عادي

فیس

 ۱۶۰ ډالره-  که چېرې لومړی ځل تګ وي‌ ۲۰۰ ډالره اضافه

ځانګړتیاوي

د تمدید وړ

اضافي اسناد

اجازه لېک، د سفر موخه او د قرارداد یا تړون د سند ثبوت

غوښتونکي

ټول 

د اعتبار موده

درې میاشتې /  یو ځل تګ

د پاتې کېدو موده 

د ۳۰ څخه تر ۹۰ ورځو

د پاسپورټ ډول 

عادي

فیس

امریکايي پاسپورټ ۱۶۰ ډالره/ نور پاسپورټونه ۸۰ ډالره/ هندي او پاکستاني پاسپورټ لرونکي: وړیا 

ځانګړتیاوي

د تمدید وړ نه دی

لازمي اسناد

 بلنلېک، د سفر موخه ، هدف او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  لېک

غوښتونکي

ټول هغه کسان چې د خپلو کورنیو او دوستانو څخه لیدنه کوي‌

د اعتبار موده

درې میاشتې /  یوځل تګ

د پاتې کېدو موده 

۳۰ ورځو څخه تر ۹۰ ورځو 

د پاسپورټ ډول 

عادي

فیس

 امریکايي پاسپورټ: ۱۶۰ ډالره / نورو پاسپورټونه  ۸۰ ډالره ، د هند او پاکستان پاسپورټ لرونکو لپاره : وړیا 

ځانګړتیاوي

د تمدید وړ نه دی

لازمي اسناد

بلنلېک، د سفر موخه او هدف 

غوښتونکې

ټول استادان او زده کوونکې 

د اعتبار موده 

 درې میاشتې/ يو ځل تګ 

د  پاتې کېدو موده 

د ۳۰ ورځو څخه تر ۹۰ ورځو 

د پاسپورټ ډول

عادي

فیس

 امریکايي پاسپورت: ۱۶۰ ډالره / نور پاسپورټونه ۱۰۰ ډالر

ځانګړتیاوي

د تمدید وړ

لازمي اسناد

 د سفر موخه او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا بلنلېک 

د راتګ پر مهال ویزه د افغانستان په نړیوال هوایی ډګرونو کې صادریږي او غوښتونکې باید د ملګرو ملتونو دفترونو او نړیوال سازمانونو غوښتنلېک سره یوځای د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مکتوب هم  ولري. د ویزې غوښتونکي د غوښتنې سره سم ، د راتګ پر مهال ویزه  په 9 ، 10 ، 11 ، 16 ، او 17 مادو کې ترتیب شوي ویزې ته اوړلو  کیدی شي.

د عملې او تخنیکي پرسونلو ویزې د بهرنیو هوایی شرکتونو کارکوونکو لکه  پیلوټانو ، انجینرانو ، الوتنې خدمتګارانو او هوایی تخنیکرانو ته چې د افغانستان اسلامي جمهوریت خاورې ته ننوځي، ورکول کېږي.
ددغې ویزې اعتبار د شپږو میاشتو لپاره دی چې هېواد ته د  ننوتلو د شمېر په ملاحظې سره د ۶۰۰ امریکايي ډالرو یا د هغه معادل په افغانیو  سره د ملکي هوایی چلند خپلواکې ادارې ته د اړونده هوایی شرکت د غوښتنې او د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یوه رسمي مکتوب په اساس د کورنیو چارو وزارت لخوا د یوې  میاشتې څخه تر یوه کال پوري تمدیدیږي.


د ټرانزیټ ویزه هغو بهرنیو اتباعو ته ورکول کیږي چې د معتبرې ویزې یا سفري اسنادو سره له افغانستان څخه تیریږي. د هوایی مسافرینو لپاره د ټرانزيت ویزې اعتبار د یوې  میاشتې او درې ورځو پاتې کیدو او د ځمکې له لارې مسافرینو ته د  شپږ  ورځو لپاره دی. ټرانزیټ ویزه د دوه اړخیز هوکړه لیک اوهېواد ته د یو یا دوه ځله  د ننوتلو د اجازې په ورکړې سره ورکول کېږي. د ټرانزیټ ویزې فیس هېواد ته د یوه ځل ننوتلو لپاره ۸۰ ډالره او ددوه ځلې ننوتلو لپاره ۱۵۰ ډالره دی. 

د اوسیدو ویزې بهرنیو اتباعو ته چې د افغانستان اسلامي جمهوریت خاورې ته ننوځي او دلته پاتې کېږي، د ویزې د 9 ، 10 ، 11 ، 14 او 16 مواد پر بنسټ صادریږي. دغه ویزه د کورنیو چارو وزارت لخوا د یوه  کال لپاره ورکول کېږي. ددغه ویزې لرونکې کولای شي چې د یوه کال په موده کې درې ځله افغانستان دننه شي.


 

په لاندې مواردو کې بهرني اتباعو ته چې له افغانستان څخه وتل وغواړي ، د وتلو ویزه صادریږي:

– که چیرې یې د ویزې موده  نه وی غزیدلی یا له هېواد څخه وتل یې د ویزې د مودې له ختمیدو وروسته پیښ شوی وي

– که چیرې د محکمې د حکم له مخې له سفر څخه منعه وي.  د سفر بندیز د  لرې کیدو  وروسته  ورته  د و تلو ویزه صادریزي

که چیرې د افغانستان خاورې ته ننوتی وي او په بند محکوم شي ، له هغې وروسته به د هغې / د هغې د زندان د خدمت په موده کې به د وتلو ویزه صادریږي 

او د وتلو ویزه  د شپږو ورځو او کورنیو چارو وزارت له لارې  د بهرنیو چارو وزارت له یوه مکتوب سره د اعتبار وړ دی. 

غوښتونکې

 ټولې رسنۍ  او  خبریالان   

د اعتبار موده

درې میاشتې

د پاتې کېدو موده

۳۰ ورځې او یو ځل د تګ اجازه 

د پاسپورټ ډول

عادي

فیس

امریکايي پاسپورت‌ ۱۶۰ ډالره او نور پاسپورټونه ۱۰۰ ډالره

ځانکړتیاوي

د تمدید وړ

لازمي اسناد

 معرفي خط، د سفر موخه او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا بلنلېک

Apply Online

Send Your Documents

Receive Your Visa

پته - ادرس

2233 Wisconsin Ave, NW
Suite #216
Washington, DC 20007

ټیلیفون

Phone: (202)-483-6410 ext. 1003

د کتنې لپاره وخت نیول

قونسلي څانګې ته راتګ مخکې وخت ونیسئ د دوشنبې څخه تر جمعې پوري د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماسپیښین تر ۱:۳۰ بجې

Scroll to top